ads

اچين کې ۱۳ داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د هوایي برید له کبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په مامندره کې افغان ځواکونو هوایي برید کړی، چې پرمهال یې ۱۳ داعشيان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
5 تله 1396

سرچینه وایي، په وژل شویو کې د داعش ډلې یو مشهور قومندان سیف الله هم شامل دی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA