هرات کې ۴ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيول شوي

د هرات امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې يې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، دغه نيول شوي کسان د ښار د ۱۲مې او ۱۴مې ناحيې اوسېدونکي دي، چې د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې مديريت د کارکونکو له لوري ونيول شول.