چارواکي وايي، د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې له کبله يې د ملي پوليسو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار لس نيمې بجې د پوليسو په رېنجر موټر شوې، چې په پايله کې يې د پوليسو درې سرتېري وژل شوي او يو سرتېری ټپي شوی دی.
د فرهاد په وينا، د ټپي شوي کس روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
فرهاد زياتوي، په دې پېښه کې بل چاته کوم زيان نه دی اوښتی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.


