ads

د کليد ګروپ يوې خبريالې د زړورې خبريالې مقام ترلاسه کړ

د کليد ګروپ يوې خبريالې د زړورې خبريالې مقام ترلاسه کړ.
دغه جايزه د لومړي ځل لپاره د امريکا غږ ټلويزيون له لوري په هند کې هغو دوو ښځينه خبريالانو ته وركړل شوه، چې خپلې دندې يې په ښه توګه او مېړانه ترسره کړې دي.

نویسنده: sarwan
4 تله 1396

پنځه کاله کېږي، چې سميه وليزاده له کليد ګروپ سره په بېلابېلو برخو کې کار کوي او اوس مهال هم په هرات ولايت کې څېړنيز راپورونه ليکي.
د وليزاده په وينا، په دغو څو کلونو کې، چې د خبريالې په توګه کار کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ شوې، خو بيا هم د لومړي ځل لپاره وتوانېده، چې د زړورې خبريالې مقام خپل کړي.
که څه هم افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د ښځينه ژورناليستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد ګڼل کېږي، خو بيا هم خبريالانې هڅه کوي، چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA