خوست کې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د ارزښت په اړه ښځو ته پوهاوی ورکړل شو

په خوست کې د ټاکنو خپلواک کميسون له لوري ۱۵۰ ښځو ته په ټاکنو کې د ښځو ونډه او رهبرۍ ته هڅونه تر نوم لاندې يو ورځنی پوهاوی ورکړل شو.
د ټاکنو خپلواک کميسون ځايي مسوولين وايي، دوی په ټوله مانا د ټاکنو ترسره کېدو ته تيار دي او غواړي عام خلک هم په دې پروسه کې ګډون کولو ته وهڅوي.