ads

خوست کې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د ارزښت په اړه ښځو ته پوهاوی ورکړل شو

په خوست کې د ټاکنو خپلواک کميسون له لوري ۱۵۰ ښځو ته په ټاکنو کې د ښځو ونډه او رهبرۍ ته هڅونه تر نوم لاندې يو ورځنی پوهاوی ورکړل شو.
د ټاکنو خپلواک کميسون ځايي مسوولين وايي، دوی په ټوله مانا د ټاکنو ترسره کېدو ته تيار دي او غواړي عام خلک هم په دې پروسه کې ګډون کولو ته وهڅوي.

نویسنده: sarwan
4 تله 1396
خوست کې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د ارزښت په اړه ښځو ته پوهاوی ورکړل شو
Voter registration for presidential elections 2014...epa03780523 Afghan women show their voter registration cards for presidential elections scheduled for April 2014, in Kabul, Afghanistan, 08 July 2013. Registration, which began 26 May, will continue until two weeks before election day, slated for 05 April 2014, the electoral commission said. EPA/S. SABAWOON

په خوست کې د ټاکنو خپلواک کميسون له لوري ۱۵۰ ښځو ته په ټاکنو کې د ښځو ونډه او رهبرۍ ته هڅونه تر نوم لاندې يو ورځنی پوهاوی ورکړل شو.
د ټاکنو خپلواک کميسون ځايي مسوولين وايي، دوی په ټوله مانا د ټاکنو ترسره کېدو ته تيار دي او غواړي عام خلک هم په دې پروسه کې ګډون کولو ته وهڅوي.
په دې ورځني پروګرام کې ښځو ته د دوی د رايې ارزښت په اړه هم خبرې وشوې.
ښځينه ګډونوالې دغلته د ښځو په رايه اچونه ټيګار کوي، ځکه دوی ځانونه د ټولنې نيمايي ګڼي. د دوی له ډلې مدني فعاله نصرين وايي، ښځې هم په سياسي ډګر کې د نرانو غوندې ځلېدلی شي.
د نصرين په خبره که چېرې ښځو ته وخت ورکړل شي، هر ورکړل شوی مسووليت په کاميابۍ سرته رسوی شي.
د ښځو چارو رييسه ملالۍ والي د ښځو لپاره د عامه پوهاوي دا ډول پرګروامونه ګټور بولي او وايي، چې دې سره دوی ته د ټاکنو په اړه پوره معلومات کېدی شي.
د خوست د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عبدالرحمن محبت هم وايي، چې ګډونوالې يې لوستې دي او په دې سره د رايې او ټاکنو دغه يو ورځنی پروګرام اغېزمن بولي.
په خوست کې د ښځو يوه اندېښه دا هم ده، چې دلته د ټاکنو پروسه کې دوی ته پوره سهم نه ورکول کېږي او له چارواکو د خپل حق غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA