د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې د سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په مهال ۲۲ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره ورځ يې د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلاب يو اتم نمبر په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپچي بريدونو او مخامخ نښتو په مهال ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د فقيري په وينا، د عملياتو په ترڅ كې يو وسله وال ژوندى نيول شوى او يو شمېر كلي يې د مخالفينو له شتونه پاک کړي دي.
دى وايي، روان عمليات به يې د سيمې تر بشپړې تصفيې پورې دوام ولري.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


