د کندهار ښار د اتمې حوزې اړوند میرویس روغتون سره چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، چې نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې اوو بجو وروسته میرویس روغتون ته نږدې د اتمي امنیتي حوزې پر پولیسو ماین چاودنه شوې.
درانی وایي، چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
خو یوه بله امنیتي سرچینه بیا وایي، چې په دې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.
درانی زیاتوي، تېره ورځ هم د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې.
هغه وایي، دې جګړه کې اته وسله وال له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د امنیې قومندانۍ ویاند زياتوي، په میوند ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د وسله والو ښخ شوي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ژوبل دی.
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.


