هلمند كې ټرافيکي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په هلمند كې نن سهار ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا پېښه د واشېر ولسوالۍ سنګيلان سيمه کې د يو ۳۰۳ ډوله موټر او ټېلر د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.