په هلمند كې نن سهار ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا پېښه د واشېر ولسوالۍ سنګيلان سيمه کې د يو ۳۰۳ ډوله موټر او ټېلر د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه كې پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د ځايي چارواكو په وينا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


