ads

ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ۵ داعشيان وژلي

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتكې پنځه داعش وسله وال وژلي دي.

نویسنده: sarwan
3 تله 1396
ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ۵ داعشيان وژلي

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتكې پنځه داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى وسلې، مهمات او موټر له منځه وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغه هوايي بريد کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA