ads

د هرات شينډنډ ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو ولسواليو ووېشل شوه

د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ هغه طرحه، چې دغه ولسوالي په پنځو ولسواليو وېشي، نهايي شوې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد تېره ورځ کليد ته وويل، چې د دې طرحې له مخې ياده ولسوالي د شينډنډ، زيرکوه، پشت کوه، زاول او کوه زور په ولسواليو وېشل شوې ده.

نویسنده: sarwan
3 تله 1396

د فرهاد په وينا، شکرالله شاکر د شينډنډ، عبدالغني نورزی د زيرکوه، عبدالعلي فقيريار د پشت کوه، محمد سعيد د زاول او حکمت الله حکمت د کوه زور ولسواليو د ولسوالانو په توګه ټاکل شوي دي.
د هرات د والي وياند وايي، دغو نوو ولسواليو ته امنيه قوماندانان هم ټاکل شوي او ډېر ژر به د يادو ولسواليو ټول کار کوونکي خپلې دندې پيل کړي.
د يادونې ده، چې يو کال مخکې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په امر د امنيت د ښه والي لپاره، د شينډنډ ولسوالۍ د وېش پر طرحې کار پيل شو، چې له مخې يې دغه ولسوالي په پنځو ولسواليو ووېشل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA