د ننګرهار په حصارک کې وسله والو د پولیسو پر امنيتي پوستو بريد کړی

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، حصارک ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د ننگرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته د حصارک ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو وسله والو طالبانو ډله يیز برید کړی، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شو.