د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، حصارک ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د ننگرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته د حصارک ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو وسله والو طالبانو ډله يیز برید کړی، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شو.
نوموړی وایي، ددغه برید پرمهال نښته رامنځته شوې چې پرمهال یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وایي، په دغه نښته کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


