ads

هلمند كې وسله والو طالبانو ۵ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو طالبانو په هلمند ولايت كې پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د ۶۰۱ نمبر لويې لارې اړونده سيمه كې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

نویسنده: sarwan
2 تله 1396

د نوموړي په خبره، د بريد په مهال د طالبانو له لوري يو توغول شوى توغندى د ملكي وګړو پر كور لګېدلى، چې له كبله يې څلور تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA