هرات کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

په هرات ولايت كې نن د پوليو يا ګوزڼ ضد واكسين درې ورځنى كمپاين پيل شو.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې په دغه كمپاين كې به له پنځو كلونو كم عمره څه باندې ۶۰۰ زره ماشومان واكسين شي.
د هغه په وينا، دا كمپاين د هرات ولايت په ۱۵ ولسواليو کې پلى كېږي.