ننګرهار کې له نشه يي توکو د ځوانانو د ژغورلو په هدف د کرکټ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوال هجرت الله رحماني په لارښوونه په دې ولسوالۍ کې د ځوانانو سالمې روزنې او په نشه يي توکو د ځوانانو روږدېدو مخنيوي په هدف د کرکټ سيالۍ ترسره شوې.