د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې
نن له غرمې مخكې يوولس بجې او دوه دقيقې موټر بم ځانمرګي بريد د بهرنيو ځواكونو كاروان په نښه كړى دى.
د عيني شاهدانو په وينا، دا بريد د يادې امنيتي حوزې په افشار سيمه كې د ملي امنيت تعليمي مركز ته څېرمه شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش كليد ته وويل، چې ځانمرګي بريد كوونكي له كرولا ډوله موټر څخه كار اخيستى.
هغه زياته كړه، چې په دې پېښه كې درې ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د دانش په خبره، د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


