ads

فراه کې ظفر ۴۴ عملياتو ۸۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د “ظفر ۴۴” په نوم د امنيتي ځواكونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
2 تله 1396
فراه کې ظفر ۴۴ عملياتو ۸۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د “ظفر ۴۴” په نوم د امنيتي ځواكونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هېواد په لوېديځ كې له ۶۰۶ انصار زون څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات يوه اونۍ مخكې پيل شوي وو او پرون پاى ته ورسېدل.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال لږ تر لږه ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۱ تنه نور ټپيان دي، اووه تنه ژوندي نيول شوي او يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې په دغو عملياتو کې د بالابلوك ولسوالۍ يو شمېر کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA