د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د يوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوى.
عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې دا پېښه د يادې امنيتي حوزې په افشار سيمه كې رامنځته شوې ده.
د يو تن عيني شاهد په وينا، ښايي په ياده سيمه كې د بهرنيو ځواكونو كاروان په نښه شوى وي.
د چاودنې د څرنګوالي او له كبله يې د رامنځته شوو زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
امنيتي چارواكو تراوسه د بريد د هدف په تړاو څه نه دي ويلي.
نورو جزياتو لپاره کليد سره اوسﺉ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


