ads

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنيې قوماندان ووژل شو

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو مخالفينو د کمين په ترڅ کې وژل شوی دی.
يوې باورې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، په دې پېښه كې، چې پرون مازيګر ناوخته رامنځته شوې، د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عمرجان حقمل وژل شوی او درې ملګري يې ټپيان شوي دي.

نویسنده: sarwan
2 تله 1396

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان د پېښې پخلی وکړ، خو زياته يې كړه، چې د وسله والو مخالفينو بريد كې د عمرجان حقمل د وژل کېدو ترڅنګ يو بل سرتېری ټپي شوی دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA