ads

خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپيان پيل شو

نن په خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې د دې ولايت پر مركز سربېره به په ټولو ولسواليو کې هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پنځه کلنۍ څخه کم وي، ياد واکسين وركړل شي.

نویسنده: sarwan
2 تله 1396
خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپيان پيل شو

نن په خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې د دې ولايت پر مركز سربېره به په ټولو ولسواليو کې هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پنځه کلنۍ څخه کم وي، ياد واکسين وركړل شي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست سفر محمد وويل، چې په دغه درې ورځني کمپاين کې به نږدې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق شي او همدارنګه به ۱۹۰ زره ماشومانو ته، چې عمرونه يې له دوه کلنۍ پورته وي، د چينجيو ضد ګولۍ هم ورکړل شي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست زياته كړه، چې دوى له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت كړې.
سفر محمد پر خلکو غږ وکړ، چې د واکسين په تطبيق کې دې هېڅ ډول کلتوري محدوديتونه په پام کې نه نيسي او تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومان دې د ګوزڼ ناروغۍ په مقابل کې واکسين کړي.
د عامې روغتيا چارواکي وايي، خوست په يوه داسې سيمه کې پروت دى، چې په کې د پوليو ويروس د انتقال او لېږد امکان ډېر دى، نو ځکه خلک په ځانګړي ډول هغه ادارې، چې له مور او ماشوم سره سروکار لري، بايد د ياد کمپاين د ښه تطبيق لپاره عملي او تبليغاتي مرسته وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA