تورخم کې د کډوالو له يوه موټر څخه ۱۲ ميله وسله ترلاسه شوې

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي کې د کډوالو په يوې لارۍ ډوله موټر کې له دوو تنو سره ۱۲ ميله وسلې ونيول شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د لومړۍ سرحدي لېوا اړوند د تورخم کميسارۍ موظفينو له پاکستان څخه د بېرته راستنو شوو کډوالو لارۍ ډوله موټر کې د پلټنې په مهال ۱۱ ميله تومانچې، ۱ ميل کرينکوف او ۲۲ شاجورونه ونيول.