د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي کې د کډوالو په يوې لارۍ ډوله موټر کې له دوو تنو سره ۱۲ ميله وسلې ونيول شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د لومړۍ سرحدي لېوا اړوند د تورخم کميسارۍ موظفينو له پاکستان څخه د بېرته راستنو شوو کډوالو لارۍ ډوله موټر کې د پلټنې په مهال ۱۱ ميله تومانچې، ۱ ميل کرينکوف او ۲۲ شاجورونه ونيول.
د دغو وسلو په تور له کډوالۍ راستون شوی زريالی او موټر چلوونکی معشوق نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د شپږم سرحدي کنډک سرتېرو پر ډيورنډ فرضي کرښې د زرجان په نوم د داعش وسله والې ډلې يو غړی نيولی، چې غوښتل يې داعشيانو ته د سرحدي پوستو په اړه معلومات يوسي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، نيول شوی تن پخوا د وسله والو طالبانو غړى او اوس داعش ډلې سره يو ځای شوی و، چې پر خپلو ټولو جرمونو يې اعتراف کړی دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


