اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ د جنوب ختيځو ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ديني عالمانو سره وليدل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې ناسته کې، چې د اجرائيه رياست سلاکارانو هم برخه درلوده، د لويې پکتيا پر ستونزو بحث وشو او د غونډې برخه والو اجرائيه رئيس ته د خپلو ولايتونو ستونزې واورولې او د حل غوښتنه يې وکړه.
روغتيا، پوهنې، بيارغونې او امنيتي وضعيت ته پاملرنه هغه اساسي غوښتنې وې، چې د غونډې برخه والو له عبدالله عبدالله څخه وکړې.
اجرائيه رئيس هغوى ته ډاډ ورکړ، چې پر وړانديزونو به يې غور وکړي.
هغه اړوندو ادارو ته امر وكړ، چې ژر تر ژره د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د روغتيايي وضعيت د ښه والي لپاره لاس په کار وشي او همدارنګه يې ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د مطرح شوو ستونزو د حل په هدف هڅې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


