ads

هرات کې ۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي

امنيتي چارواکي هرات ولایت کې د دوو بېلابېلو جرمونو به تور د درېيو تنو د نيولو خبر ورکوي.
د هرات ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، له يادو نيول شوو يو تن يې پښتون زرغون ولسوالۍ کې له وسله والو سره د اړيکې په تور نيولی دی.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396

ولیزاده وایي، دغه کس د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوس مهال د هرات ښار په یوولسمې ناحيه کې اوسېږي.
د ولیزاده په وینا، یاد کس په لومړنیو څېړونو کې په خپل جرم اعتراف کړی چی د دولت له مخالفو وسله والو سره لاس لري.
د یو بل خبر له مخې د هرات پولیسو دوه تنه د موټر سایکلنو او د موبایلانو د غلاوو په تور نیولي دي.
د یاد ولایت د امینې قومندانۍ ویاند وایي، دغه کسان د شپږمې او یوولسمې ناحیې اوسېدونکي دي چې اوس مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA