ads

ننګرهار كې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د يو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396
ننګرهار كې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي
An Afghan Commando, with the Afghan National Army's 3rd Commando Kandak, scans the horizon while providing security during an operation to hinder insurgent activity in northern Panjwa'i District, Mar. 29, 2011, in Kandahar Province, Afghanistan. Assistance during the Commando-led operation was provided by U.S. servicemembers, with Special Operations Task Force - South, members of the Afghan National Civil Order Police and Panjwa'i Deputy Chief of Police, Mohibullah. (U.S. Army photo by Spc. Daniel P. Shook)(Released).

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د يو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې دغه عمليات د بټي کوټ ولسوالۍ په انبارخانې سيمه کې ترسره شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې عمليات کوونکو ځواکونو دغه راز نهه تنه مشکوک کسان نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عملياتو په مهال افغان ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA