توبه ګار: هلمند كې به هغه درملتونونه وتړل شي، چې په ناقانونه ډول فعاليت كوي

د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، هغه درملتونونه به وتړي، چې په غيرې قانوني ډول فعاليت کوي.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس مولاداد توبه ګار كليد ته وويل، هغه ستونزې يې د حلولو په هدف له عامې روغتيا وزارت سره شريكې كړي، چې د دوى له وسه پورته دي.