ads

اروزګان كې لسګونه روغتيايي مركزونه تړل شوي

په اروزګان ولايت كې له نږدې يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو له وېرې لسګونه روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
د اروزګان د عامې روغتيا رئيس خان اغا مياخېل د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل، چې په دې ولايت كې د ۵۹ روغتيايي مرکزونو له جملې څخه يوازې پنځه يې په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې فعال دي.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396

نوموړي زياته كړه، د طالبانو لخوا خبر ورکړل شوى، که يې غوښتنې ونه منل شي، نو روغتيايي مرکزونه به په نښه کړي.
د مياخېل په خبره، هڅه کوي دغه بند روغتيايي مركزونه بېرته پرانېزي.
بل لور ته د مرکز ترينكوټ او ولسواليو اوسېدونكي وايي، چې د دغو روغتونونو د تړل كېدو له كبله له سختو ستونزو سره مخ شوي او بايد ژر تر ژره بېرته پرانيستل شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په اروزګان کې له تېر کال راهيسې مخابراتي شبکو هم د طالبانو له وېرې خپل خدمتونه کم کړي او يوازې د ورځې محدود وخت فعاليت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA