د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ په غوريزې سيمه کې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو په هوايي بريد کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم کليد ته وويل، چې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو دغه هوايي بريد تېره ورځ ناوخته د کشفي معلوماتو له مخې پر دوو سراچه ډوله موټرونو كړى دى.
تبسم زياته كړه، چې په دې هوايي بريد كې د يو قوماندان په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل سخت ټپي دى.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د وياند په وينا، په بريد كې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


