امنیتي چارواکي وایي، د غور ولایت په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور ولایت د امنیې قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوایي برید تېره ورځ ماذدیګر د غور په غلمین سیمه کې تر سره شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په یاد بريد کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سرچنې په وینا، د وسله والو طالبانو یوه دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


