ads

ننګرهار كې له پاكستانه راستنوو شوو ۴۰۰ کورنيو سره مرسته وشوه

په ننګرهار ولايت كې له پاكستانه راستنوو شوو ۴۰۰ کورنيو سره د نږدې دوه نيم ميليونه افغانيو مرسته وشوه .
دغه مرسته د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ادارې سره په همغږۍ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري له كډوالۍ راستنو شوو ۴۰۰ كورنيو ته ووېشل شوه.

نویسنده: sarwan
27 وږی 1396
ننګرهار كې له پاكستانه راستنوو شوو ۴۰۰ کورنيو سره مرسته وشوه

په ننګرهار ولايت كې له پاكستانه راستنوو شوو ۴۰۰ کورنيو سره د نږدې دوه نيم ميليونه افغانيو مرسته وشوه.
دغه مرسته د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ادارې سره په همغږۍ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري له كډوالۍ راستنو شوو ۴۰۰ كورنيو ته ووېشل شوه.
د ننګرهار د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې يادې کورنۍ د روان ميلادي کال په ترڅ کې له کډوالۍ راستنې شوي او دمګړۍ د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې مېشتې دي.
د سرچينې په وينا، هرې كورنۍ ته شپږ زره افغانۍ ورکړل شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA