د لغمان ولایتي چارواکي وایي، الینګار ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله څلورو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې نن ۱۱ نیمې بجې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د منګو اړوند په اړوا سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي او د یوې ۷ کلنې نجلۍ په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، ټپیان د ولسوالۍ په کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د لغمان مرکزي روغتون ته انتقال شوي، خو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


