کليد ګروپ نن د ښځينه ژورناليستانو د پياوړتيا په نوم پروګرام پيل کړ.
د کليد ګروپ مسوولين وايي، دغه پروګرام کې به لسګونه مېرمنې په دوو څلور مياشتنيو دورو كې د عملي او مسلکي خبريالۍ مهارتونه زده کړي.
د کليد ګروپ عمومي مشرې نجيبه ايوبي د ياد پروګرام د پيل مراسمو کې وويل، چې د ښځينه ژورناليستانو د پياوړتيا پروګرام د کليد ګروپ او اسيا فاونډېشن له لوري پيل شوی او د امريكا نړيواله پراختيايي اداره ( USAID) يې مالي ملاتړ کوي.
مېرمن ايوبي په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو په وړاندې ستونزو ته په اشارې وويل، په وروستيو کلونو کې په رسنيو کې د ښځو ونډه کمه شوې او د ښځينه ژورناليستانو د پياوړتيا پروګرام کولی شي، چې په رسنيو کې د ښځو ونډه زياته کړي.
د ياد پروګرام له مخې به په دوو څلور مياشتنيو پراوونو كې ۶۳ مېرمنې، چې د ژورناليزم او يا ادبياتو له پوهنځيو فارغې شوې وي، د خبريالۍ په برخه كې وروزل شي.
د ويلو ده، چې اوسمهال کليد ګروپ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې نږدې ۱۰ راډيوګانې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


