خوست ښار کې ماين چاودنې ۱۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د خوست د عامې روغتیا ريیس ډاکتر حبیب شاه انصاري د خوست مرکزي روغتون مخې ته خبریالانو ته وویل، چې په دې چاودنه کې ۱۵ ملکیان ټپیان شوي او څلور نور وژل شوي دي.
د حبیب شاه انصاري په خبره، د پېښې د یوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
په ورته وخت کې د پېښې يو ټپي وايي، یوازې یې د چاودنې غږ اورېدلی او نور په ځان نه دی پوه شوی.
د خوست امنیې قومنداني هم د عامې روغتیا له لوري ورکړل شوې د مرګ ژوبلې شمېره تايیدوي.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


