ads

هرات کې د ۱۵ ميليونه ډالرو په ارزښت کيمياوي توکي نيول شوي

د هرات ولايت پوليسو له كېمياوي توكو يو ډك كانټينر، چې له ايران څخه راوړل شوى و، نيولى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، ترلاسه شوي كېمياوي توكي لږ تر لږه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر ارزښت لري، چې د دغه ولايت د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پوليسو له لوري نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
25 وږی 1396

نوموړي زياته كړه، چې له دغو توكو څخه د هيرويينو په توليد کې کار اخيستل کېږي.
د وليزاده په خبره، د دې موادو د لېږد په تور د يوه ايراني وګړي په ګډون درې تنه نيول شوي دي.
هغه وايي، پوليسو له نيول شوو کسانو څخه ۵۰ زره امريکايي ډالر هم ترلاسه كړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخكې هم د هرات ولايت له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو له کېمياوي توکو يو ډك کانټينر نيولى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA