ads

د کابل ــ جلال اباد په لویه لار ټرافیکې پېښې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د یوې ټرافیکې پېښې له امله درېیو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر وایي، نن سهار اته بجې د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ په تره ګړ سیمه کې د یوه مارسډیز ډوله موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله موټر سایکل سره ټکر کړی، چې پرمهال یې د موټر سایکل چلوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

نویسنده: sarwan
25 وږی 1396

سرچینه وایي، موټر چلوونکی نیول شوی او اوسمهال د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی.
د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره ډېر کله ورته پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د کم سورۍ له امله رامنځته کېږي، چې قربانیان یې لسګونه هېوادوال دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA