د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال یې درې داعش او دوه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند دغه راز وایي، چې دوربابا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو فعال غړی د سولې بهیر سره یو ځای شوی او خپله وسله یې پولیسو ته سپارلې ده.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


