ads

۱۶ کاله د رباب له ترنګ سره

((پلار مې نه پرېښودم چې د رباب غږوونکی شم، هغه له موسيقۍ درد او رنځ ليدلی و، خو زما له رباب سره مینه له حده ډېره وه، لږ لږ به مې واهه.))

نویسنده: sarwan
21 وږی 1396
۱۶ کاله د رباب له ترنګ سره

((پلار مې نه پرېښودم چې د رباب غږوونکی شم، هغه له موسيقۍ درد او رنځ ليدلی و، خو زما له رباب سره مینه له حده ډېره وه، لږ لږ به مې واهه.))
دا د ۲۷ كلن رباب غږوونکي تمیم رحماني خبرې دي، نوموړی د ملي راډيو ټلوېزيون رباب غږوونکی او د موسيقۍ د توليد رياست كاركوونكی دی. شپږ کاله کېږي چې په دغه رياست کې يې ګوتې د رباب له تارونو سره لوبې کوي.
رحماني په اصل کې د پروان ولایت اوسېدونکی دی، خو د كابل په خرابات كوڅه كې زېږېدلی او ۶۰کاله کېږي چې د دوی کورنۍ په خرابات کې اوسېږي. يوازې تر درېيم ټولګي پورې يې په کورس کې زدهکړې کړې او د هغه پر بنسټ لیک او لوست کولای شي.
تميم رحماني وايي، د دوی په كورنۍ كې موسيقي ميراثي ده. بس ټول هنرمندان دي، پلار يې حاجي رحمان رباب غږوونکی د غلام حسين شاګرد و چې اوس وفات شوی دی، دوه ترونه يې حاجي مايل او حاجي شيراغا هم رباب غږوي.
د تميم رحماني نيكه د سوداګرۍ په چارو بوخت و، خو پلار او ترونو يې موسيقۍ ته مخه کړه: ((د تره زامن مې هم سندرغاړي او رباب غږوونکي دي.))
نوموړی وايي، له رباب سره يې له سره ډېره مينه وه، په ماشومتوب كې به يې چې پلار رباب غږاوه، نو ده به ورته په ډېره مينه غوږ نيولی و: ((وروسته مې بيا له پلاره پټ لږ لږ واهه. بيا مې پلار او ترونو دې كار ته وهڅولم، اوس شپاړس کاله کېږي چې رباب وهم.)) رباب د موسيقۍ اصيله افغاني اله ده، د توت له لرګي جوړېږي. درې ټوټې دي، د رباب سر، د رباب سينه او د رباب تنه. تارونه يې د پسه يا وري له پوستكي جوړېږي. درې تاره يې کټه تار، درې نور يې ميانه تار او پاتې يې جلو دي. رباب ۱۰۰۰ كاله تاريخي مخينه لري.
د رباب د جوړېدو او دودېدو اصلي ځای څرګند نه دی، خو ويل کېږي په غزني، کندز او کندهار کې لومړی ځل دغه اله غږول کېده. هند بیا د افغاني رباب کاپي اخيستې او د سرود په نوم يې يوه اله ترې جوړه کړې ده.
که څه هم د رباب زده کول سخت معلومېږي، خو هنرمندان او غږوونکي يې وايي هغوی يې چې شوق لري ژر يې زده کولای شي. پخوا به د موسيقۍ يو شمېر هنرمندانو رباب بشپړ نه باله او ويل به يې چې په ارکسترونو کې يې نه شو غږولی، خو په وروستیو کلونو کې ګڼو رباب غږوونکو د دې الې په بشپړولو لاس پورې کړی دی. د افغانستان مشهور ګيتار غږوونکي خالد ارمان د رباب پردې ډېرې کړې او د هغه تدريس يې د موسيقۍ د الفبا په مرسته ممکن کړی دی.
تميم رحماني وايي، تر رباب مخکې يې طبله لږ لږ زده کړې وه، خو چې رباب ته يې مخه کړه بیا د بل څه شوق خوند ورنه کړ: ((لومړی استاد مې پلار بيا مې له دواړو ترونو سره کار وکړ. وروسته د غلام حسين شاګرد شوم. اوس له استاد غلام سخي سره کار کوم.)) تميم رحماني د کورنیو جګړو پر مهال پاکستان ته کډوال شو، هلته يې لس کاله خياطي وکړه، د طالبانو له سقوط وروسته کابل ته راستون شو، په تايمني کې يې د تميم رحماني په نوم د رباب کورس پرانيست: ((هلته مو ډېر شاګردان وروزل چې اوس د موسيقۍ له بېلا بېلو ډلو سره کار کوي.))
نوموړي له ډېرو سندرغاړو لکه ميرويس نجرابي، نصير وفا، استاد ارمان، استاد سليم بخش، وحید قاسمي، استاد ګل زمان، فرید صميم، قاسم بخش، منګل شوقي او نورو سره په سندرو کې رباب غږولی دی. رحماني وايي، په يوټيوب کې د ده په نوم د رباب ګڼې نغمې شته او په ملي ټلوېزيون کې هم د رباب ګڼې نغمې لري.
تميم رحماني وايي، جنوبي کوريا، دوبۍ او ترکيې ته يې په كنسرتونو كې د ګډون لپاره سفرونه کړي دي، په هر هېواد كې د خلكو له تود هركلي سره مخ شوی او ښې خاطرې ترې لري. رحماني واده كړی او پنځه زامن لري، ډرېوري يې زده ده، خو په پخلي کې ټنبل دی، اما پر هغې سربېره هم که کله د هګيو د پخولو اړتیا شي، نو رحماني ورته تيار دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA