ايرما توفان د کارائيب ټاپوګان ځپلي

امريکايي چارواکي وايي، د اېرما په نوم توفان د کارائيب ټاپوګان ځپلي او د کيوبا او د امريکا د فلورېډا ايالت پر لوري روان دی.
دغه توپان داسې مهال راپورته شوی چې تېره اونۍ هم د امريکا په تګزاس ايالت کې د هاروې په نوم سخت توپان تېر شو.