ads

يوه غير مسوول وسله وال كس ۵ تنه ټپيان کړي

د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په غوريان ولسوالۍ کې يوه غير مسوول وسله وال کس پنځه تنه د ټوپک په ډزو ټپيان کړي دي.

نویسنده: sarwan
14 وږی 1396
يوه غير مسوول وسله وال كس ۵ تنه ټپيان کړي

د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په غوريان ولسوالۍ کې يوه غير مسوول وسله وال کس پنځه تنه د ټوپک په ډزو ټپيان کړي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام د يادې ولسوالۍ بازار ته نږدې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دغه وسله وال کس ناصر نومېږي، له سيمې تښتېدلى او پوليس هڅه کوي، چې ويې نيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
وليزاده د پېښې علت شخصي او کورنۍ شخړې بولي.
د هرات د پوليسو وياند وايي، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA