د هېواد د ازادو لوبو لوبغاړی سير بهادر زاده، تېره شپه خپل اسټراليايي سيال ته په ماتې ورکولو خپله درويشتمه بريا خپله کړه.
سير بهادر زاده له لوبې وروسته ليدوونکو ته وويل، چې خپل سيال ته يې له ځنډ، خو په ښه ډول ماته ورکړې ده.
له دې وړاندې ۳۳ کلن بهادر زاده د ننه په فقس کې ۲۹ لوبې کړې وې چې له هغې ډلې يې ۲۲ ګټلې وې او ۷ بايللې وې.د سير دا بريا درويشتمه بريا ده، چې دی يې ترلاسه کوي.
نوموړی چې کله ۱۵ کلن و، له خپلې کورنۍ سره هالنډ ته ولاړ او د ازادو سياليو لومړنۍ روزنې يې په همدغه هېواد کې پيل کړې.