د اوبو بحران او نوي بندونه

په داسې حال کې چې کابل ښاريان د تر ځمکه لاندې اوبو له سخت کمښت او بحران سره مخ دي، د اوبو او برېښنا وزارت په کابل کې د اوبو پر يوه بل بند د کار پیلېدو د پلان خبر ورکوي. که څه هم د اوبو او برېښنا د چارو کارپوهان دغسې ګامونه ستايي خو کافي يې نه ګڼي او ټينګار لري چې افغان حکومت باید په دې برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي او دغسې نور بندونه دې هم جوړ کړي، څو ترې کابل ښار ته پاکې اوبه انتقال او د اوبو د نشت روان بحران ختم شي.