ads

د الکوزي شپږيزه کرکټ ليګ لوبډلو ته د بازار موندنې په هدف غونډه وشوه

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري تېر ماښام د شپږيزه کرکټ ليګ شپږو لوبډلو ته د بازار موندنې په هدف د سوداګرو، پانګه والو او د لوبډلو امتياز لرونکو ترمنځ غونډه ترسره شوه.

نویسنده: sarwan
7 وږی 1396
د الکوزي شپږيزه کرکټ ليګ لوبډلو ته د بازار موندنې په هدف غونډه وشوه

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري تېر ماښام د شپږيزه کرکټ ليګ شپږو لوبډلو ته د بازار موندنې په هدف د سوداګرو، پانګه والو او د لوبډلو امتياز لرونکو ترمنځ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د الکوزي شپږيزه كركټ ليګ لوبډلو امتياز لرونکو د سوداګرو او پانګه والو د هڅولو لپاره د لوبډلو او لوبغاړو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د غونډې په پاى کې سوداګرو د لوبډلو امتياز لرونکو سره ناستې او د همکاريو ژمنې وکړې.
د شپږيزه ليګ كركټ سيالۍ، چې په كې د بند امير ښاماران، د بست ساتونكي، د امو نهنګان، د مس عينك اتلان، د سپين غر زمريان او د كابل بازان لوبډلې ګډون لري، د راتلونكې سپټمبر مياشتې په يوولسمه نېټه پيلېږي او د همدې مياشتې تر دوه ويشتمې نېټې دوام كوي.
دا لوبې به په الكوزي – كابل نړيوال لوبغالي كې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA