د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه او د افغانستان بانک مشرتابه ترڅنګ د يو شمېر خصوصي او سوداګريزو بانکونو استازو تېره ورځ د ډيپارټمنټل يا اداروي کرکټ پيلېدو په اړه لومړۍ رسمي ناسته وکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل د افغانستان بانک له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې له دوى سره مرسته کوي.
د كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د مشعل له قوله راغلي، چې ډيپارټمنټل يا اداروي کرکټ په هېواد کې د دغې لوبې د ودې ترڅنګ له اقتصادي اړخه د کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو لپاره ښه زمينه ده او د بانکونو لپاره هم په بازارموندنه کې اغېزمن رول لوبولى شي.
بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس شفيق الله ستانکزي د ناستې ګډونوالو ته د دغه ډول کرکټ په اړه هر اړخيزه طرحه وړاندې کړه او د طرحې پر تخنيکي برخو يې رڼا واچوله.
د افغانستان بانک لومړي مرستيال واحد نوشېر په دې غونډه كې وويل، دوى د افغانستان كركټ بورډ سره د ادارو ترمنځ د كركټ په برخه كې مرسته كوي، چې د دغه ګام له لارې به خلک د بانکونو له خدمتونو سره په اسانۍ اشنا شي.
د شاوخوا نهو ګډون کوونکو بانکونو استازو په ياده ناسته کې د کرکټ بورډ له طرحې سره لېوالتيا وښوده او په همدې هدف به ډېر ژر دويمه ناسته جوړه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


