ads

د ګردېز ښاریان: دې ښار ته د انتقالي برښنا پروژه یوازې ژمنه ده

څو ورځې وړاندې په ګردیز ښار کې د برېښنا شبکې د وېش لړۍ پیل شوه.
د ګردېز ښاریان وایي، له تېرو شاه خوا دوه کلونو را په دېخوا د انتقالي پروژې د بشپړېدو په اړه د وخت چارواکي یوازې شعار ورکوي.

نویسنده: sarwan
4 وږی 1396
د ګردېز ښاریان: دې ښار ته د انتقالي برښنا پروژه یوازې ژمنه ده

څو ورځې وړاندې په ګردیز ښار کې د برېښنا شبکې د وېش لړۍ پیل شوه.
د ګردېز ښاریان وایي، له تېرو شاه خوا دوه کلونو را په دېخوا د انتقالي پروژې د بشپړېدو په اړه د وخت چارواکي یوازې شعار ورکوي.
شااوخوا یو کال وړاندې د پکتیا پخواني والي نصرت الله ارسلا په ګردېز ښار کې د سبسټېشن څخه د لیدنې پر مهال ویلي و، چې د وارداتي برېښنا کارونه بشپړ شوي او په نږدې کې به پکتیا ته یوه اندازه وارداتي برېښنا ورسېږي.
خو اوس ولایتي چارواکي وایي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د ګردېز ښاریان له انتقالي برېښنا برخه من شي، خو په ورته وخت کې بيا د ګردیزیان دغه ژمنه یوازې شعار بولي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي، انتقالي برېښنا پروژې درې پړاوه درلودل، چې دوه یې بشپړ شوي او د درېیم چارې یې چې د شبکې وېش دی اوس دوام لري.
د نوموړي په خبره تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د ګردېز ښار شبکه وصل شي او ټول ښاريان به له برېښنا برخه من شي.
د برېښنا ريیس اصف نیازی وایي، د قرارداد کوونکي د ژمنې له مخې تر درېیو میاشتو پورې به لین غځولو چارې تر لوګر پورې بشپړې او پکتیا ته به برېښنا انتقال شي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، په تېر کې هر چارواکي ورته ژمنې کړي خو عملي کړې یې نه دي.
څو میاشتې وړاندې په پکتیا کې د برېښنا ریيس له کلید سره په خبرو کې وویل، د روان کال د سنبلې تر میاشتې پورې به ګردېز ښار ته برېښنا انتقال شي، چې د سیمې د اوسېدونکو په خبره نه یوازې ګردېز ښار ته برېښنا نه ده رسېدلې بلکې ډیزلي برېښنا د تولید وخت هم کم شوي او نرخ یې لوړ شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA