د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه د چارو د لا ښه والي او د کرکټ پرمختګ په هدف درېيو تخنيکي څانګو ته نوي مديران معرفي کړل.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کورني کرکټ څانګې ته دولت احمدزى، د لوبې پرمختيا څانګې ته بشير ستانکزى او د ملي اکاډمۍ څانګې ته اسدالله خان د مديرانو په توګه رسماً معرفي شول.
مشعل د کرکټ بورډ رسنيو څانګې ته وويل، يادې ګومارنې يې د کرکټ د روښانه راتلونکې لپاره وکړې.
نوموړي له نوو ګومارل شوو مسوولينو څخه هيله وكړه، چې په خپلو برخو کې د ښه والي لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.
د درې واړو څانګو مسوولينو د كركټ بورډ عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ، چې خپلې دندې به په پوره صداقت او مينه ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


