ads

له زغمه وتلی جنايت

د زمري مياشتې په ۸مه نېټه د كابل ښار په وزير اباد سيمه كې د یوې بېوزلې کورنۍ ۵ ماشومان په خورا بې رحمۍ ووژل شول. د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ وو.

نویسنده: sarwan
29 زمری 1396
له زغمه وتلی جنايت

د زمري مياشتې په ۸مه نېټه د كابل ښار په وزير اباد سيمه كې د یوې بېوزلې کورنۍ ۵ ماشومان په خورا بې رحمۍ ووژل شول. د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ وو.
پولیس وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ماشومان په تبر وژل شوي او بیا یې جسدونو ته اور ورته کړای شوی دی.
موږ هم د دې پېښې په اړه د لازياتو معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره دې سيمې ته تللي وو او د وژل شوو ماشومانو له كورنۍ سره مو له نيږدې وليدل. د ماشومانو مور راضيه چې له ډېرې ژړا يې غږ په ستوني كې خفه شوی او اوښكې يې په سترګو کې وچې شوې وې، وويل، دا د پېښې په مهال کار ته تللې وه: ((د همدې ماشومانو لپاره مې د خلكو په كورونو كې كالي مينځل او تشنابونه به مې پاكول، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.))
نوموړې وايي، د پېښې په ورځ كار ته د تلو په لار كې وه، چې مېړه یې ورته زنګ وهي او ورته وايي چې د ګاونډيانو له قوله د کور پخلنځي اور اخیستی.
راضيه زياتوي، په ټكسي كې كيناسته او په بيړه يې ځان كور ته ورساوه چې ګوري د کار شاوخوا يې ګاونډیان او پولیس ولاړ دي: ((كله چې د کور انګړ ته لاړم، خور مې مخې ته راغله او ويل يې چې د کوټې دننه پسخانې دې اور اخيستی، ما ويل بلا ورپسې چې ماشومان مې ښه وي، خو چې كوټې ته ننوتم شاوخوا ديوالونه په وينو سره وو او ماشومان مې تر سترګو نه شول.))
د ماشومانو پلار ۴۶ كلن احمد بېګ چې دې غمجنې پېښې د خبرو کولو توان ترې اخیستی و، وویل، له څه مودې راهيسې د كار په لټه كې و او څو دفترونو ته تللی و. نوموړی زياتوي چې د پېښې په ورځ له يوې ناپېژندل شوې شمېرې ورته زنګ راغی چې په يوه دفتر كې كار ورته پيدا شوی او ډېر ژر بايد ځان كوټه سنګي ته ورسوي: ((کوټه سنګي ته په رسېدو مې دې شمېرې ته زنګ وواهه، خو ګورم چې شمېره خاموشه ده.))
نوموړی زياتوي، دې وخت کې يې ګاونډي ورته زنګ وواهه چې له پخلنځي يې لوګي پورته کېږي او كله چې دی كور ته ننوتو، ګوري چې ماشومان يې په کور کې نشته.
احمد بېګ وايي، سيمې ته په رسېدو سره كله چې خپل كور ته دننه شو نو پنځه واړه ماشومان يې چې وژل شوي وو او سوزېدلي وو وليدل.))
هغه وايي، څو شېبې وروسته د لسمې حوزې مسولين راغلل او د ماشومانو جنازې يې عدلي طب ته يوړلې، له يوه شپې وروسته يې د ماشومانو جنازې له عدلي طب نه واخيستلې او خاورو ته يې وسپارلې.
د دغه ماشومانو پلار وايي، کاشکي دی خپله وژل شوی وای چې د ماشومانو د وژل کېدو داغ يې نه وای لیدلی: ((د پېښې په ورځ كله چې له كوره وتم، نو لور مې راته وويل، پلاره خدای دې وساته او په خير سره راشې، ځكه له انتحاري پېښو وېرېږم چې څه درباندې ونه شي. په دې نه و خبر چې زه به روغ رمټ پاتې شم او هغوی به ووژل شي.))
احمد بېګ وايي، لور يې ۱۴ كلنه او مشر زوی يې ۱۶ كلن وو او د قاتلينو له منګولو ېې د تېښتې هڅه هم كړې وه، ځكه د کوټې فرش او ديوالونه يې په وينو لړلي وو، خو قاتلينو ټول د کوټې په پسخانه كې دننه كړي او د تېلو په پاشلو سره يې ټولو ته اور ورته كړی وو.
د ماشومانو مور له دولت غواړي چې د هغې د بې ګناه ماشومانو قاتلين پيدا او سخته سزا دې وركړي: ((که په رښتیا حکومت وي، باید د دې قضیې په اړه څېړنه وکړي او معلومه کړي چې چا دا جنایت کړی دی؟))
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، دا يوه مرموزه پېښه ده او د دې پېښې ټولې نښې نښانې د عدلي طب رياست ته استول شوې او د دې رياست د راپور تر بشپړېدو وروسته به د پېښې حقیقت څرګند شي.
له بلې خوا د كابل د ۱۰۱ اسمايي زون مرستيال مل پاسوال حق نواز حقيار هم کلید ته وویل، له هغه تبره چې ماشومان پرې وژل شوي، د وينې نمونې اخيستل شوې او عدلي طب ته استول شوې، تر هغو چې د څېړنو پایلې دوی ته ونه رسېږي، څه نه شي ويلای.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل ښار امنیت ټکنی شوی او وخت ناوخت د ښار له بېلابېلو سیمو د دغه ډول پېښو خبرونه خپرېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA