د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مشره وايي، په افغانستان كې د معافيت د فرهنګ پاى ته رسولو او د عدالت د ټينګښت لپاره په افغانستان كې د جزا د نړيوالې محكمې مداخلې ته اړتيا ده.
سيماسمر چې د چارشنبې په ورځ يې د جګړې له قربانيانو د ملاتړ په نامه د ملي څېړنې د پيل په مراسمو كې خبرې كولې زياته كړه چې، د جزا نړيواله محكمه په دوه حالتونو كې كولى شي په يوه هېواد كې د جنګي جرمونو په اړه پلټنې وكړي او عاملينو ته يې سزا وركړي، د نوموړې په خبره هغه دوه حالتونه دا دي چې يو هېواد ونه شي كولى چې جنګي مجرمين محاكمه كړي اويا هم ونه غواړي چې له هغوى سره قانوني چلند وكړي او عدالت پلى كړي.
خو د لويې څارنوالۍ مرستيال وحيدالدين ارغون وايي، په دې اړه سياسي اراده شته خو په خبره يې بايد په يو شمېر برخو بيا له سره كتنه وشي.
د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مشره په ورته وخت كې وايي، لاهم په افغانستان كې بشري حقونه ترپښو لاندې كيږي او په خبره يې په روانه جګړه كې ګڼ عام المنفعه تاسيسات هم زيانمن شوي دي.
سيما سمر په ورته وخت كې زياتوي چې په افغانستان كې د جګړې قربانيانو ته د تاوان وركولو هېڅ قانون نه شته او له اړوندو ادارو غوښتنه كوي چې قربانيانو ته د تاوان وركولو يو قانون يا مقرره جوړه كړي.
په همدې حال كې په افغانستان كې د بشري حقونو په چارو كې د ملګرو ملتونو استازې دانيل بېل وايي، د روان ميلادي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې په افغانستان كې په روانه جګړه كې پنځه زره دوه سوه او دري څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياتوي د ۲۰۰۹ م كال له جولاى څخه تر اوسه پورې چې يوناما د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې د شمېرو ثبتول پيل كړي، په دغه هېواد كې شاوخوا اووه اويا زرو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو په چارو كې د ملګرو ملتونو استازې په ورته وخت كې په هېواد كې وروستيو بريدونو ته په اشارې سره وايي، په قومي او مذهبي لږكيو د وسله والو ډلو بريدونو هم يوناما اندېښمنه كړې ده.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې په هېواد كې جګړو زوراخيستى اوله يوې خوا د جګړو له كبله ګڼ ملكي كسان بې ځايه شوي، خو له بلې خوا بيا د دولت د وسلوالو مخالفينو او دولت پلوه ځواكونو په بريدونو كې ملكي وګړو ته هره ورځ مرګ ژوبله هم اوړي، چې دغه كار په هېواد كې د ننه او بهر د بشري حقونو مدافع بنسټونه اندېښمن كړي دي.


