د مصر په اسکندريې ښار کې د دوو اورګاډو د ټکر له كبله لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۳۳ نور ژوبل دي.
د مصر د روغتيا وزارت مسوولينو دغه مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
دا پېښه پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې رامنځته شوې ده.
د اورګاډو د ټکر کېدو علت تراوسه معلوم نه دى.
د مصر جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي د پېښې په اړه د څېړنو امر كړى دى.


